معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د ا.ا.ا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د ملګرو ملتونو خپور شوی راپور رد کړ

د ا.ا.ا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د ملګرو ملتونو خپور شوی راپور رد کړ

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۹مه او د مۍ میاشتې ۳۰مه نېټه ده) د ا.ا.ا وايي د ملګرو ملتونو هغه راپور ناسم دی، چې لا هم په افغانستان کې ترهګرې ډلې فعالیت لري او ا.ا له ال قاعده سره اړیکې پالي.
د ملگر ملتونو د امنیت شورا د څارونکې ادارې د راپور له مخې په افغانستان کې بهرنۍ ترهگرې ډلې شته او ا.ا لا هم له ال قاعدې سره نږدې اړیکې لري.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د م.م دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې له ناڅرګندو سرچینو دې ناسم معلومات نه اخستل کېږي.
وزارت ویلي، اسلامي امارت پر خپلې هغې ژمنې، چې اجازه نه ورکوي څو د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکارول شي، ولاړ دی.
دوی وايي په خپل راتګ سره یې د هر ډول ضرر او خطر د پېښېدو مخه نیولې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس