معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د ا.ا او مخالفینو تر منځ روسیې د ناستې کوربتوب ته چمتوالی ښودلی

د ا.ا او مخالفینو تر منځ روسیې د ناستې کوربتوب ته چمتوالی ښودلی

ګهیځ: نن شنبه (د سلواغې ۹مه) د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د اطلاعاتو او مطبوعاتي برخې مرستيال الکسي زايتسف په يوه اوونيزه خبري غونډه کې ویلي، روسیه چمتو ده چې د اسلامي امارت او د دوی د مخالفينو تر منځ د خبرو کوربتوب وکړي.
تېره اوونۍ ځينو سرچينو په روسيه کې د طالبانو د جګپوړو استازو او د ‘مقاومت د جبهې’ په نامه د ځينو ا.ا مخالفو مشرانو تر منځ د ليدنې خبر ورکړی و.
هغه مهال داسې ګنګوسې وې چې د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال ملا برادر او د دې ډلې د فاع وزیر ملا یعقوب په مسکو کې د افغان ولسمشر پخواني لومړي مرسیتال امرالله صالح، او د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود سره لیدلي، خو طالبانو او دې کسانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
د روان کال د جنورۍ په لومړيو کې د طالبانو او د دوی د مخالفې ډلې له مشرانو سره لومړنۍ خبرې په تهران کې وشوې او د طالبانو د بهرنيو چارو چارسمبالي وزير ملا امیر خان متقي له احمد مسعود او اسماعيل خان سره کتلي وو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس