معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د ایران وړاندیز ته د ا.ا ځواب؛ ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره پوره ځواک لرو

د ایران وړاندیز ته د ا.ا ځواب؛ ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره پوره ځواک لرو

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د غوايي یا ثور ۷مه او د اپرېل میاشتې ۲۷مه نېټه ده) د افغانستان ا.ا ویلي چې دوی له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره پوره ځواک او په کافي اندازه امکانات لري.
د ا.ا مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني ویلي چې دوی د ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول د اسلامي دولت یا داعش ډلې د ځپلو په برخه کې بریالي دي او تر اوسه پورې نه د ځواکونو او نه هم د امکاناتو له اړخه له ستونزو سره مخ شوي دي.
نوموړي دا څرګندونې وروسته تر هغه کړې دي چې د تېرې دوشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دوی له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت بشپړ ملاتړ او هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس