معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / د ایران د ولسمشر جنازه نن خاورو ته سپارل کیږي

د ایران د ولسمشر جنازه نن خاورو ته سپارل کیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۳مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ټاکل شوې چې د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي جنازه نن د ورځې ناوخته په مشهد کې د شیعه مذهبو د اتم امام په زیارت کې خاورو ته وسپارل شي.

د ایراني رسنیو د خبر له مخې د رییسي او هغه سره د الوتکې د سقوط په پېښه کې د نورو مړو شویو ایراني چارواکو د جنازې لمونځ تېره ورځ تهران کې د سیمې د ګڼو هېوادونو د چاروکو په حضور کې ادا شو.

بل لور ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې نن پنجنشنبه به د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د رییسي د خاورو سپارلو په مراسمو کې د ګډون په موخه ایران ته سفر وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې تېره ورځ د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني او د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او کوېټ د بهرنیو چارو وزیران هم تهران ته تللي دي.

د ایران ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او شپږ نور چارواکي د تېرې یکشنبې په ورځ د ایران په ختیځ اذربایجان ولایت کې د چورلکې د نسکورېدو په پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس