معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اوسپنۍ پټلۍ له لارې زرګونه ټنه صادرات او واردات شوي

د اوسپنۍ پټلۍ له لارې زرګونه ټنه صادرات او واردات شوي

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د چنګاښ/سرطان میاشتې ۲۸مه او د جولای ۱۹مه نېټه ده) په دې وروستیو دوه اونیو کې د اوسپنې پټلۍ په مرسته له افغانستانه څه باندې ۹ زره ټنه توکي صادر او څه باندې ۸۰ زره ټنه توکي وارد شوي دي.
د اوسپنې پټلۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېرو دوه اونیو کې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۵۰ زره ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۷ زره ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۴ زره ټنه سوداګریز توکي افغانستان ته وارد شوي، چې ډېری یې تېل او ګاز وو.
د دغې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، په دې موده کې په ټولیزه توګه له افغانستانه ۹ زره و ۷۵۶ ټنه توکي صادر شوي، چې لویه برخه یې ممیز وو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس