معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د امریکا ولسمشر غزه کې د جګړې پای ته رسولو غوښتنه کړې

د امریکا ولسمشر غزه کې د جګړې پای ته رسولو غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۲مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسراییلو له لوري د غزې تل پاتې اوربند په نوم د طرحې هرکلی کړی او له حمـ.ـاس څخه یې غوښتي، چې دا طرحه ومني.

بایډن چې د لومړي ځل لپاره یې په غزې کې د اسراییل او حماس تر منځ جګړې پای ته رسولو د حل لارې په هکله مهمه وینا کوله زیاته کړې، د اسراییلو لخوا نوې وړاندیز شوې طرحه درې پړاوه لري چې په لومړي کې به یې په غزې کې د شپږو اونیو لپاره اوربند وشي او اسراییلي ځواکونه به د غزې تړانګې د ټولو ګڼ مېشتو سیمو څخه ووځي.

جو بایډن په خپلو خبرو کې همدارنګه ویلي، په غزه کې د اوربند او سولې مسوولیت اوس د حـ.ـماس ډلې پر غاړه دی.

د حـ.ـماس ډلې هم منځګړو هېوادنو ته ویلي چې یوازې په هغه صورت کې دا موافقه مني، چې په جامع اوربند توافق وشي، اسراییل یرغل بند کړي او د بندیانو او برمته شویو کسانو تبادله وشي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس