معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د امربالمعروف وزیر د ترکیې سفیر ته؛ داسې اسلامي نظام پلی کوو چې د خلکو د رغبت لامل وګرځي

د امربالمعروف وزیر د ترکیې سفیر ته؛ داسې اسلامي نظام پلی کوو چې د خلکو د رغبت لامل وګرځي

د امربالمعروف وزیر د ترکیې سفیر ته؛ داسې اسلامي نظام پلی کوو چې د خلکو د رغبت لامل وګرځي
ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۴مه او د مۍ میاشتې ۲۵مه نېټه ده) د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي د ترکیې له سفیر جیهاد ارګینای سره په لیدنه کې ویلي چې د خلکو د نزدیکت او رغبت لپاره کار کوي.
هغه ویلي: “زموږ موخه د یوې سالمې ټولنې جوړول دي او غواړو اسلامي نظام داسې پلی کړو، چې د خلکو د رغبت سبب شي نه د نفرت.
جیهاد ارګینای زیاته کړې، چې ستاسې په داخلي چارو کې هېڅوک لاسوهنه نه شي کولای.
د هغه په باور په افغاني ټولنه کې له سلګونو کلونو راهیسې حجاب شته او نړۍ باید د حجاب له حکم ناسم انځور وانه خلي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس