معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د افغانستان کنګل پانګه؛ افغان حکومت یې یو ځل بیا د خوشې کېدو غوښتنه کړې

د افغانستان کنګل پانګه؛ افغان حکومت یې یو ځل بیا د خوشې کېدو غوښتنه کړې

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د غبرګولي ۵مه او د جون میاشتې ۲۶مه نېټه ده) د افغانستان ا.ا یو ځل بیا پر امریکا غږ کړی، چې د دوی میلیاردونه ډالره کنګل شوې پانګه دې ازاده کړی شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له رویټرز سره په خبرو کې ویلي چې دوی له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي خو د نړیوالو په تېره د امریکا له لوري پر افغانستان اوسنی فشار د منلو نه دی.
د ده په وینا که امریکا په رښتیا د افغانانو لاسنیوی کوي نو د دوی پانګه دې آزاده کړي او تر څنګ یې دي پر مرکزي بانک اوسني محدودیتونه پای ته ورسوي.
بلخوا پرون د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هم پر امریکا غږ وکړ چې د افغانانو پانګه آزاده کړي.
د ده په خبره د امریکا لپاره د ازموی ښت وخت دی او ددې اړتیا ده چې د افغانستان پانګه آزاده شي څو نړیوالې موسسې په ډاډه توګه افغانانو ته خپلې مرستې ولېږدولی شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس