معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د افغانستان نوی حکومت؛ مالیزیا وايي د ځینو اسلامي هېوادونو له خوا یې د پېژندو هېلې شته

د افغانستان نوی حکومت؛ مالیزیا وايي د ځینو اسلامي هېوادونو له خوا یې د پېژندو هېلې شته

ګهیځ: نن چهار شنبه (د مرغومي ۱مه) مالیزیا وایي‌ د دې احتمال شته چې ځينې اسلامي هېوادونه د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني.
رسنیو د مالیزیا د بهرنیو چارو وزیر له قوله راپورونه ورکړي چې، د غرب له ستراتېژۍ ور ها خوا ځینې اسلامي هېوادونه غواړي د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني.
د مالیزیا د بهرنیو چارو د وزیر په خبره دمګړی پر همدې مسئله بحثونه روان دي او ښايي دغه هېوادونه ژر خپل دريځ اعلان کړي.
هغه د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی خو احتمال شته چې په دې ډله کې یو هېواد پخپله مالیزیا وي.
سره له دې چې د افغانستان نوي حکومت په وار وار له نړیوالو د رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده، خو تر دا مهاله هېڅ کوم هېواد دې ته نه دی چمتو شوی چې د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس