کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي لیک کې خبر ورکړی، چې اصف درانی له خپلې دندې ګوښه شوی.
د دغې خبر پر بنسټ د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هغه تر دې وروسته افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی نه دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې د دراني دنده د سپټمبر پر لسمه پای ته رسېدلې، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.
درانی تېر کال د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی ټاکل شوی و.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/