ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د غوايي یا ثور ۱۵مه او د مۍ میاشتې ۵مه نېټه ده) د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، په پلازمېنه کابل کې د فوټبال له ۱۶ کلونو د کم عمره افغان ځوانانو تمریناتي کمپ بیا پیل شوی.
دا کمپ د کوچني اختر له کبله ځنډول شوی و.
د دې تمریناتي لوبو، موخه د مرکزي اسیا د فوټبال د شپاړلس کلونو کم عمره ځوانانو د سیالیو لپاره چمتوالی ښودل شوی دی.
دغه سیالۍ د روانې مې میاشتې په لسمه د تاجیکستان په دوشنبې ښار کې پیلېږي چې د همدې میاشتې تر شلمې دوام کوي.
په دې لوبو کې د افغانستان ترڅنګ کوربه تاجکستان، ازبېکستان او ایران لوبډلې برخه اخلي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وار له مخه په دې سیالیو کې د افغان لوبډلې د ښو سیالیو د کولو هیله ښودلې ده.
![](https://www.gaheez.af/wp-content/uploads/2022/05/photo_2022-05-05_02-43-47-650x330.jpg)