ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۱۵مه او د جون میاشتې ۵مه نېټه ده) په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازولي وايي، دوی دا مهال په افغانستان کې د ۳۳ روغتونونو ملاتړ کوي.
د دې استازولۍ مشر ایلوی فیلیون شنبه د غبرګولي ۱۴مه پر خپل رسمي ټویټر لیکلي، چې یوازې د کابل په ملالۍ زېږنتون کې چې د دوی بنسټ یې ملاتړ کوي، د ورځې ۷۵ نوي ماشومان زېږي، چې هر ډول اساسي روغتیايي خدمات ور رسېږي.
![](https://www.gaheez.af/wp-content/uploads/2022/06/photo_2022-06-04_21-12-18.jpg)