معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان روغتيايي مخ په ځوړ سیستم؛ ملګري ملتونه وایي نړیوالې مرستې یې ژغورلی شي

د افغانستان روغتيايي مخ په ځوړ سیستم؛ ملګري ملتونه وایي نړیوالې مرستې یې ژغورلی شي

ګهیخ: نن پنجشنبه (د کب ۱۲مه او د مارچ ۳مه نېټه ده) د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) مشر محمد اګ ایویا وایي، ده په افغانستان کې روغتیایي مرکزونه او خدمات له نږدې لیدلي دي.
نوموړی خبر ورکوي چې لا هم نړیواله ټولنه د دې وخت لري چې دغه مهمه برخه له بشپړ پرځېدو وژغوري او د افغانانو روغتیايي برخې سره مرسته وکړي.
د محمد اګ ایویا په وینا، په ټول هېواد کې روغتیایي کارکوونکي په پوره اخلاص خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي، خو تر څنګ یې له سخت وضعیت او ستونزو سره مخ دي.
هغه پر نړیواله ټولنه غږ کړی دی چې له روغتیایي سیستم سره مرستې ډېرې کړي او د دوی په همکارۍ به دا مهم سکتور په پښو ودرېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس