معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان تعلیمي بهیر؛ د سږني کانکور ازموینه د وږي میاشتې وروسته اخستل کېږي

د افغانستان تعلیمي بهیر؛ د سږني کانکور ازموینه د وږي میاشتې وروسته اخستل کېږي

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د زمري/اسد ۱۰مه او د اګسټ میاشتې لومړۍ نېټه ده) د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې د کرونا وایروس او په هېواد کې د وروستیو بدلونونو له امله تېره تحصیلي دوره وځڼډېده، چې تر اوسه یې کلنۍ زده کړې نه دي بشپړې شوي.

د دغه وزارت ویاند مولوي خالقداد تقي په دې اړه وايي، د دې لپاره چې د نوي محصلینو د جذب لپاره ځای پیدا شي، د کانکور ازموینه به د وږي/ سنبلې میاشتې وروسته واخلي.

ښاغلي تقي ډاډ ورکړ، چې د ازموینې دا بهیر به تر پخوا روڼ او هیچا ته به هیڅ ډول ستونزه په کې نه وي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس