ګهیځ: نن دوشنبه (د لیندۍ ۱۵مه) د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالۍ سرحدي قوماندان ملا جوره وویل ټاکل شوې چې، د کلفت بندر بېرته فعاله شي.
د هغه په وينا، د دغه بندر بيا فعالېدل به د افغانستان پر اقتصاد مثبت اغېز وکړي.
جوره زياته کړه، چې د دغه بندر له فعالولو څخه يې موخه خلکو ته د کار زمينه برابرول دي.
نوموړي وويل، چې د هرات له تورغونډۍ او د اندخوى له اقينې بندر وروسته د کلفت بندر درېيم سوداګريز بندر دى، چې د فعالولو هڅې يې روانې دي.
![](https://www.gaheez.af/wp-content/uploads/2021/12/IMG-20200419-WA0002-660x330.jpg)