معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان بانک نن ۱۰ میلیونه امریکایي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک نن ۱۰ میلیونه امریکایي ډالر لیلاموي

ګهیځ: نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۷مه) د افغانستان بانک له لوري رسنیو ته په استول شوې، خبرپاڼه کې راغلي چې نن چهارشنبه لس میلیونه امریکایي ډالر په بازار کې لیلامېږي او ټول بانکونه او پر شرایطو برابر د صرافۍ شرکتونه کولی شي په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د لیلام ګټونکی مکلف دی چې د چهارشنبې ورځې تر پایه خپله مالي معامله بشپړه کړي او خپلې ټولې پولي معاملې په یو ځلي توګه پرې کړي.
د افغانستان بانک وایي، د دې کار موخه دا ده چې د بهرنیو اسعارو، په ځانګړي ډول امریکایي ډالرو په وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شي.

د یادونې وړ ده چې پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، د افغانستان بانک د ډالرو له کمښت سره مخ و، خو په دې وروستیو کې د بشري مرستو په لړ کې افغانستان ته د نغدو پیسو سپارلو، تر یوه بربده دا تشه ډکه کړې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس