ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د وري ۲۳مه او د اپرېل ۱۲مه نېټه ده) د افغانستان بانک خبر ورکوي چې که څوک په غیر قانوني ډول د صرافۍ او پولي خدمتونه مخ ته وړي نو د فعالیت لپاره دې قانوني جواز واخلي.
د افغانستان بانک وايي، د جواز اخستلو لپاره دې دغه بانک ته ورشي.
د بانک ویاند صابر مومند وايي، له هغو کسانو سره به قانوني چلن وشي چې تر دې وروسته هم د خپلو صرافۍ او پولي خدمتونو لپاره قانوني جواز و نه لري.
هغه دغه راز پر هېوادوالو غږ وکړ چې د خپلو پیسو د خوندیتوب لپاره دې له غیر قانوني ادرسونو او صرافیو ډډه وکړي.
![](https://www.gaheez.af/wp-content/uploads/2022/04/photo_2022-04-12_02-09-08-660x330.jpg)