معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د افغانستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو د هلمند اوبو پر سر خبرې کړي

د افغانستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو د هلمند اوبو پر سر خبرې کړي

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د زمري/اسد ۸مه او د جولای میاشتې ۳۰مه نېټه ده) د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د هلمند د اوبو په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي سره ټېلېفوني خبرې کړې دي.
د ایران د فارس دولتي خبري اژانس په خبر کې راغلي، چې په دې خبرو کې نوموړي ګواښ کړی که د هلمند سیند اوبو کې د ایران د برخې مسله هواره نه شي نو دا به له افغانستان سره د ایران پر همکاریو منفي اغېز وکړي.
تر دې مخکې ایراني رسنیو راپور وکړی و چې د ایران ولسمشر، ابراهیم رییسي خبرداری ورکړی چې هېواد یې هلمند سيند کې له خپلې برخې اوبو نه تېرېږي.
بلخوا د افغانستان د ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، دوی د ایران حق په رسمیت پېژني خو که سیند کې اوبه نه وي له کوم ځایه یې ورکړي.

ياد خبري اژانس د امیر خان متقي له قوله لیکلي چې دوی د هلمند اوبو کې د ایران حق ته ژمن دي او چې کافي اوبه وي نو هغه د ایران لوري ته پرېږدي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس