معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د افغانانو حقونو خوندیتوب لپاره د ریچارډ بنیټ غوښتنه

د افغانانو حقونو خوندیتوب لپاره د ریچارډ بنیټ غوښتنه

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غوايي یا ثور ۵مه او د اپرېل میاشتې ۲۵مه نېټه ده) ریچارډ بنیټ وايي، د افغانانو بشر حقونو خوندیتوب ته باید جدي پاملرنه وشي.
بنیټ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو وضعیت ځانګړی راپور جوړوونکی دی.
هغه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: “د افغانانو بشري حقونه باید خوندي شي، د سرغړونو مخه ونیول شي او په نړیواله کچه تضمین شوی عدالت تامین شي “.
دغه راز بنیټ افغانستان کې وروستیو پېښو ته په اشارې سره ویلي، چې په دې اړه به خپلو څېړنو ته دوام ورکړي.
تېره اونۍ د کابل په دشت برچي کې پر دوه ښوونځیو، مزار کې د شعیه ګانو پر جومات او د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې هم د اهل تسنن په یوه جومات کې پر لمونځ کوونکو بمي چاودنې وشوې، چې لسګونه ملکي وګړي یې ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس