معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د اسلامي همکاریو سازمان غونډه؛ امریکا یې له پرېکړو هرکلی کړ

د اسلامي همکاریو سازمان غونډه؛ امریکا یې له پرېکړو هرکلی کړ

ګهیځ: نن دوشنبه (د لیندۍ ۲۹مه) امریکا په پاکستان کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان له پرېکړو هرکلی کړی دی.
د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټوماس وېسټ پر ټویټر خپاره کړي پیغامونو کې ویلي، چې په ټوله کې د اسلامي همکاریو د سازمان له غونډې او د افغانستان په اړه د دغه سازمان له پرېکړو هرکلی کوي.
دی وايي امریکا د دې ملاتړې ده چې له افغانستان سره بشردوستانه مرستې وشي او په دې اړه د اسلامي هکاریو سازمان پرېکړې او غوښتنې د پام وړ دي.
وېسټ دغه راز دا چاره هم ستایلی چې د اسلامي همکاریو سازمان به د افغانستان په اړه ځانګړی استازی ګوماري او هغه به له دې هېواد سره د بشردوستانه مرستو د همغږي کولو او تنظیم مسوولیت لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس