معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه غونډه جوړوي

د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه غونډه جوړوي

سعودي عربستان د اسلامي همکاریو له نړیوال سازمان څخه غوښتي چې د افغانستان په اړه یوه بېړنۍ غونډه راوبولي.

ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۹مه) د عرب نیوز ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د سعودي چارواکو ویلي دوی په افغانستان کې د تل پاتې ثبات او سولې غوښتونکي دي او تمه لري چې هر څه ژر له افغانانو سره د اسلامي هېوادونو لخوا بشردوستانه مرستې وشي.

سعودي چارواکو همدا راز هیله ښودلې ده چې په دې ناسته کې به د افغانستان په تړاو پر مهمو موضوعاتو د یو ګډ دریځ فرصت ومومي.

سعودي عربستان دغه راز ویلي چې دوی په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت غوښتونکي دي او تمه لري چې د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان غړي هېوادونه هم په دې اړه ټینګار وکړي او د اسلامي امارت چارواکي وهڅوي چې په افغانستان کې له ټولو اړخونو یو جوړ شوی پیاوړی حکومت رامنځ ته کړي.

سعودي عربستان ویلي چې دوی په خپل وار له افغانانو سره بشردوستانه مرستو ته تیار دي او له غړو هېوادونو هم د مرستو او همکاریو غوښتنه کوي.

د عرب نیوز ورځپاڼې لیکلي، تمه کېږي چې په دې ناسته کې به د افغانستان د امنیت او ثبات او ځمکنۍ بشپړتیا په اړه هم خبرې وشي.

تر اوسه څرګنده نه ده چې د اسلامي امارت استازي به هم دې ناستې ته ور وبلل شي او که نه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس