معماری
خانه / ادب و هنر / د ادبي اثارو ډېرښت او ادبي کره کتنه

د ادبي اثارو ډېرښت او ادبي کره کتنه

د ادبي اثارو ډېرښت او ادبي کره کتنه

لیکوال: د بغلان پوهنتون استاذ ګل رحمن رحماني

     اوس چې تر بل هر وخت په پښتو ژبه کې د لیکوالو او چاپېدونکو اثارو شمېر زیات شوی، یا په بل عبارت هر څوک د لیکوالۍ او تخلیق هوډ لري، نو دې چارې د ادبي کره کتنې اړتیا هم تر بل هر وخت لوړې کچې ته رسولې ده، خو له بده مرغه چې لا هم د کره کتنې معیار ښکته او د علمي اصولو پر ځای پر ذوقي مسایلو او تر عادي نظري نقد پورې محدود دی.

   زموږ د ادبي کره کتنې یو پړاو داسې هم ؤ چې کره کتنه د هر چا صلاحیت ګڼل کېده او ادبي کره کتنه مو منفي پاله وه. کره کتونکو به یوازې د اثر په منفي خواوو پسې د نقد څراغ را اخیستی ؤ او په رڼا کې به یې د اثر په ګڼو ښېګڼو هم په بې پروايۍ پښه اېښوده، د دوی کوښښ دا ؤ چې د خپل نقد په جال کې د اثر منفي کبان ونیسي، خو دوی ددغه سمندر ښکلا او رڼوالی هېر کړی ؤ چې باید ستایل شوی وی.

    بله ستونزه هم دا وه چې کله کله به اثر له کره کتونکي هېر شو، له یوې مخې به یې د اثر پنځوونکي ته پام واړوه، یعنې کره کتنه به د اثر پر ځای د اثر پر پنځګر ولاړه وه ، د هغه شخصي ژوند، ایډیالوژي، پخواني کمزوري اثار، پوهه او دریځ به یې نقد کړی ؤ.

    اوس پوښتنه دا ده چې په پښتو ادب پوهنځیو کې د کره کتنې مضمون د تدریس او د ګڼو ادبي بهیرونو په رامنځته کېدو سره بیا هم ولې زموږ د ادبي نقد درجه معیاري او هغسې نه ده چې تمه یې لرو، یا ولې د کره کتونکي خبره اهمیت نه لري او یا مو کره کتنه تش د نورو د نظرونو او نقدونو ټولګه وي.

    د اوسنۍ ادبي کره کتنې حکم دا دی چې کره کتونکی باید د ادبي اثر منفي او مثبت دواړه خواوې را وسپړي، عادلانه قضاوت وکړي، ښه به دا وي چې منفي پال نه، بلکې مثبت اند ولري، په دې معنا چې لومړی باید د اثر ټولې ښېګڼې او مثبت اړخونه ذکر کړي او بیا منفي خواوو ته ورشي، حتی یو کُلي حکم دا دی چې که چېرته یو اثر اتیا- نوي سلنه ښېګڼې ولري، نو پاتې لس یا شل سلنه منفي برخې هېڅ د یادونې وړ هم نه دي.

    بله اندېښنه دا ده چې زموږ نقد ولې د انتقاد او انتقام شکل لري، کره کتونکی خو باید د ادب د بڼ هغه مالي وي چې بڼ ځنګلي کېدو او یاغیتوب ته پرېنږدي، کوښښ وکړي چې وخت پر وخت ونې او بوټې له وحشي توب وژغوري، خو کله چې د بڼ دغه مالي خپله د وحشیتوب پلوی وي او د بڼ د ښکلا خیال ورسره نه وي، نو دلته باید دغه مسؤولیت ترې واخیستل شي.

   اوسنی وخت د پوهې او فکر له اړخه هم له پخوانیو وختونو سره فرق لري، په دې معنا چې زموږ د اثارو لوستونکی هغه پخوانی انسان نه دی، نن علومو او تیوري ته لاس رسی بیخي اسانه شوی دی، دې چارې لوستونکی یعنې د ادبي اثارو مخاطب هم روزلی دی، د قضاوت او پرېکړې ځواک یې ورکړی، داسې نه دی چې کره کتونکي د ادبي اثر په تړاو هره پرېکړه وکړه، هغه ته به د منلو وړ وي، یا د پنځګر هره پنځونه عالي وبولي، ځکه خو باید د ادبي کره کتنې مسلکي اړخ ته پام وشي او کره کتونکی د احساساتي او یو اړخیز چلند پر ځای پر خپله پوهه، ادبي سلوک او علمي اړخ ډېر تمرکز ولري او له نهایت احتیاط څخه کار واخلي.

 دا ستونزه ښايي اوس هم موجوده وي چې کره کتونکی یوازې ادبي اثر ویجاړوي یا دا حس په طبیعي ډول له هغه سره نغښتی وي، خو د معاصرې ادبي کره کتنې اصول وايي چې که د یوه ادبي اثر کوم اړخ درته خراب ښکاري او د له منځه وړلو یا سمون حکم یې کېږي، نو د سمون نسخه هم باید وړاندې شي او کوم کار چې ورانېږي، هسې وران دې نه پاتې کېږي، تر هغې د غوره جوړښت او سمون طرحه او وړاندیز دې ورسره ملګری وي.

   زما په نظر چې اوسمهال زموږ د تخلیق سرچینې ښې دي، زموږ تخلیق هم تر ډېره پورې د ستاینې وړ دی، ځکه چې روانو حالاتو، غمیزو او ناورینونو زموږ خلاقو پنځګرو ته ډېرې سوژې ورکړې دي، له طبیعت سره ژور تړاو لري، خو پنځګر نه شي کولی چې خپل اثر د لوستونکي د سویې برابر شرحه کړي، دا د ادبي کره کتنې د عالم کار دی چې دا کار وکړي، خو دا چې هغه خپل مسؤولیت د پورتنیو ستونزو په سبب په وخت سره نه دی اجرا کړی، نو دلته زموږ د ادبي اثر او کره کتونکي تر منځ یوه فاصله او د هنري توازن نشتوالی ایجاد شوی چې تاوان یې یوازې ادبي اثر ته رسېږي. په بل عبارت؛ پنځګر خپل مسؤولیت اجرا کړی، خو کره کتونکی په کې پاتې راغلی.

   په ادبي کره کتنه کې ټولنپوهنه او ارواپوهنه هم بارز رول لري، کله چې زموږ کره کتونکی په دې دواړو برخو کې اړین او د اړتیا وړ درک ونه لري، نو له شک پرته چې د ادبي اثارو هغه برخه چې له دې څانګو سره تړاو لري، ګوښه پاتې کېږي، دا تیاره ګوټ د هغو راتلونکو کسانو لپاره هم کوم مشال نه شي بلولی چې په دې لاره را روان دي، ځکه خو د ادب یوه برخه تته او ګوښه پاتې کېږي.

    د تخلیقي ادب وده له شک پرته چې د پنځګر او کره کتونکي په ادبي صلاحیت او پوهه پورې تړلې ده، خو د دواړو تر منځ پخلاینه، د قناعت او سمون اصل هم په دې برخه کې د ډېرې یادونې وړ دی، هغه څه چې زموږ د کره کتنې په نړۍ کې تت ښکاري.

     دا خبره هم باید هېره نه کړو چې کره کتنه تر تخلیق ګران کار دی، دا چې ګران دی، معنا یې دا ده چې د کره کتونکي پوهه باید تر پنځګر لوړه وي، دی باید د پنځګر په اثر وپوهېږي، بلکې دا ډول نور اثار او د کره کتنې هغه اصول یې لوستي وي چې په اساس یې ده ته د ښه او بد، کره یا ناکره د تلنې ځواک ورکوي، ددغه محک تر لاسه کول، زموږ په ذوق او ادبي ژمنتیا پورې نه، بلکې په ادبي پوهه او مطالعاتو پورې تړلې ده.

    نن چې زموږ د کره کتنې لوستونکي فکر کوي چې دا موضوع د اثر او لوستونکي تر منځ خنډ ګرځېدلې، لامل یې دا دی چې کره کتنې کله کله د اثر له اصلي روح او سپړنې په بله لار روانېږي، ددې پر ځای چې د اثر سپړنه سمون وکړي، یو بل مضمون پنځوي چې کله کله له اصلي اثر سره هېڅ تړاو نه لري، یا په بل عبارت؛ کره کتونکی د اثر د کره کتنې په نوم پر مخاطب خپله پوهه پلوري.

   اوس چې د اثارو او لیکوالو شمېر زیات شوی، هره ورځ د نوو اثارو او لیکوالو له نومونو سره اشنا کېږي، نو د ادبي کره کتنې مسؤولیت هم له حده ډېر محسوس دی، خو د معیاري او اصولي کره کتنې چې زموږ د ټولنې، فرهنګ او اثر له روح سره تړاو ولري، داسې کره کتنه نه چې د لوستونکي او کره کتونکي نظر د اثر په اړه یو ډول وي او کوم تفاوت په کې حس نه شي.

    موږ که اوس هم د خپلو اثارو په شننه او نقد کې د پوټیک اثر، اپلاتون، ارسطو، سقراط او… نظریاتو ته په خپله پوهه او تیوري ترجیح ورکوو، نو معنا دا چې ددې برخې اوسني اصول او نظریات مو یا لوستي نه دي او یا خو ناسم او د تطبیق وړ نه دي. په اوسنۍ ادبي کره کتنه کې د کره کتونکي او پنځګر تر منځ بدبیني او دښمني خپله هم د ادبي کره کتنې یو مهم بحث دی چې باید په جلا ډول وسپړل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس