معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / دلاور: پاکستان باندې تر اوسه ډبرو سکاره په کالدارو نه دي پلورل شوي

دلاور: پاکستان باندې تر اوسه ډبرو سکاره په کالدارو نه دي پلورل شوي

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د زمري/ اسد ۴مه او د جولای میاشتې ۲۶مه نېټه ده) د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې نړیوال بازار ته په کتو سره د ډبرو سکاره پلوري او اوس مهال یې بیه شاوخوا ۲۰۰ امریکايي ډالره ده.
د دې وزارت سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې له هیڅ هیواد سره پر نورو پیسو د کانونو په پلورلو کې معامله نه کوي.
نوموړي څرګنده کړه، چې له پاکستان سره تراوسه په کالداره سکاره نه دي پلورل شوي او نه به په راتلونکي کې داسې کوم څه و شي.
ښاغلي دلاور دغه راز زیاته کړې ده، چې افغانستان اوس مهال په زیاته اندازه د ډبرو د سکرو کانونه لري او شاوخوا یو میلیارډ ډالر هر کال له دې سکرو څخه افغانستان ترلاسه کولای شي.
د یادونې وړه ده، چې په دې وروستیو کې داسي راپورونه ورکړل شوي و، چې ګواکي له افغانستان څخه پاکستان ته صادریدونکي سکاره په کلداره باندې پلورل کیږي، خو د کانونو وزارت سرپرست وايي، چې په بهرنۍ کرنسۍ هیڅکله معامله نکوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس