معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / دفاع وزیر له خپلې خاورې او خلکو د دفاع ډاډ ورکړی

دفاع وزیر له خپلې خاورې او خلکو د دفاع ډاډ ورکړی

ګهیځ: نن شنبه (د سلواغې ۹مه) د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب او لوی درستیز فصېح‌ الدین فطرت پرون د شمالي ولایتونو د امنیتي وضعیت د اروزنې په موخه جوزجان ولایت ته تللي.
د دفاع سرپرست وزیر مولوي یعقوب د ۲۰۹ الفتح قول اردو څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې له خپلې خاورې او خلکو د دفاع او ساتنې پوره توان لري.
یعقوب ویلي افغان ځواکونه د هېواد له خاورې او پولو څخه د دفاع وړتیا لري او هېڅ تېري کوونکي ته د امنیت او سولې د له منځه وړو اجازه نه ورکوي او له خپل هېواده ساتنه کوي.
نوموړي دغه راز ویلي، اوس د دې وخت دی، چې ټول افغانان تر یوه چتر لاندې په ګډه د هېواد د پرمختګ او هوساینې لپاره کار وکړي.
دوی شمالي ولایتونو ته د سفرونو په لړ کې تېره پنجشنبه کندز ولایت ته تللي او د ۲۱۷ عمري قول اردو څخه یې لیدنه کړې وه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس