معماری
خانه / ګهیځ نیوز / دفاع وزارت: په هر ډول حالاتو کې له هېواد ساتنه کوو

دفاع وزارت: په هر ډول حالاتو کې له هېواد ساتنه کوو

دفاع وزارت: په هر ډول حالاتو کې له هېواد ساتنه کوو
ګهیځ نیوز: نن شنبه (د غبرګولي یا جوزا ۷مه او د مۍ میاشتې ۲۸مه نېټه ده) د افغانستان دفاع وزارت امنیتي ځواکونو ته په خطاب کې وايي، چې په هر ډول حالاتو کې باید له خپل هېواد څخه ساتنه وکړي.
د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد تېره ورځ ننګرهار ولایت ته تللی او د ډېورنډ له جبري کرښې یې لیدنه کړې.
دفاع وزیر ویلي د اوسني امنیت د ټینګښت په برخه کې د افغان ځواکونو هڅې د ستایلو وړ وبللې او ویلي یې دي، چې په هر ډول حالاتو کې به له خپلې خاورې دفاع کوي.
نوموړي د ختیځ ننګرهار ولایت کې له بېلابېلو ولسوالیو سره د ډيورند له جبري کرښې د لیدنې ترڅنګ ختیځ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو له یو شمېر چارواکو سره هم کتلي او امنیتي ځواکونو ته یې سپارښتنه کړې چې له خلکو سره باید له نرم چلند څخه کار واخیستل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس