معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / حکومت وايي د بې کارۍ کمولو او کار موندلو لپاره طرحې جوړوي

حکومت وايي د بې کارۍ کمولو او کار موندلو لپاره طرحې جوړوي

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د غبرګولي یا جوزا ۱۴مه او د جون میاشتې ۴مه نېټه ده) حکومت وايي په هېواد کې د بې کارۍ د کچې راټیټولو او هېوادوالو ته د کار پیدا کولو لپاره طرحې جوړوي.
د رییس الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د کار او ټولنیزو چار وزارت ته دنده سپارلې، چې په افغانستان کې د بې کارۍ د راکمېدو او خلکو ته د کار پیدا کولو په برخه کې لنډ مهاله او اوږد مهاله طرحې جوړې کړي.

د ارګ په تویټر پاڼه لیکل شوي، چې ښاغلي حنفي د اداري کمېسیون په ناسته کې دغه وزارت ته د هغو دولتي کارکونکو د برخلیک معلوملو په اړه هم دنده سپارلې چې د منحل شویو ادارو څخه بې کاره شوي.
د ارګ په ټویټر دغه شان لیکل شوي، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت باید د بېکارۍ د کمېدو لپاره له سکټوري وزارتونو سره په مشورۍ طرحې جوړې او تصویب لپاره یې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس