معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / حکومت: نژدې پنځه میلیونه افغانان په نشه روږدي دي

حکومت: نژدې پنځه میلیونه افغانان په نشه روږدي دي

ګهیځ: نن پنجشنبه (د کب ۱۹مه او د مارچ ۱۱مه نېټه ده) د افغان حکومت د رییس الوزراء مرستیال وايي، په افغانستان کې شاوخوا ۵ میلیونه کسان په نشه يي توکو روږد دي.
نوموړي وویل چې د دوی له ډلې، نژدې یو میلیون ښځې او ماشومان دي.
عبدالسلام حنفي دا خبرې د چهارشنبې په ورځ (د کب ۱۸مې) د ژغورنې نړیوالې کمېټې له مرستیالې میډلن سیډلر سره د لیدو پر مهال کړي. مولوي حنفي ویلي، که نړیواله ټولنه له افغان کروندګرو سره د کرنې لپاره د بدیل په برخه کې مرسته وکړي، دوی ژمن دي چې د نشه یي توکو د کښت او کروندې مخه ونیسي.
دا په داسې حال کیده چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې په نشه یي توکو د اخته کسانو د درملنې کمپاین هم پيل کړی دی.
یاد وزارت په تیره نوامبر میاشت کې ویلي و چې په کابل کې د درملنې په موخه په زرګونه روږدي د درملنې مرکزونو ته وړل شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس