معماری
خانه / ګهیځ نیوز / حکومت له امریکا سره د چورلکو د بېرته راګرځولو په تړاو خبرې کوي

حکومت له امریکا سره د چورلکو د بېرته راګرځولو په تړاو خبرې کوي

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غوايي یا ثور ۱۹مه او د مۍ میاشتې ۹مه نېټه ده) افغان حکومت وایي د ایستل شوو چورلکو د بېرته ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي.
د حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، هغه کسان چې د افغان پوځ الوتکې یې بهرنیو هېوادونو ته لېږدولې دي خاینین دي او په خبره یې دوی یې د را ګرځولو په لټه کې دي.
د مجاهد په خبره د امریکا دا کړنه له ټولو نړیوالو اصولو او قوانینو سره په ټکر کې ده او دوی هڅه کوي له دغه هېواد سره د دې چورلکو پر راګرځولو خبرې وکړي.
وروسته له هغه چې په افغانستان کې پخوانی حکومت سقوط شو، نو یو شمېر افغان پيلوټانو ځینې چورلکې ګاونډیو هېوادونو ته ولېږدولې چې اوس یې امریکا له ورکولو انکار کړی.
تر دې وړاندې ځینو نورو هېوادونو د دې الوتکو له ورکولو انکار کړی دی، خو افغان حکومت هم خبرداری ورکړی و، چې ژر تر ژره دې دغه الوتکې افغان لوري ته وسپارل شي.
امریکا بیا د افغان پوځ ځينې چورلکې اوکراین ته هم ورکړې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس