معماری
خانه / ګهیځ نیوز / حکومت د درملنې په موخه له کابل ښاره په نشه یي توکو د رږدو زرګونه کسانو د ټولولو خبر ورکوي

حکومت د درملنې په موخه له کابل ښاره په نشه یي توکو د رږدو زرګونه کسانو د ټولولو خبر ورکوي

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د غوايي یا ثور ۲۰مه او د مۍ میاشتې ۱۰مه نېټه ده) حکومت وايي په دې نژدې ورځو کې له کابل ښار او اړوند ساحو څخه د درملنې په موخه په نشه یي توکو زرګونه کسان ټولوي.
د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی د روږدو کسانو د راټولو په لړ کې پلان لري چې په نږدې ورځو کې شاوخوا ۲۰ زره روږدي کسان د کابل له بېلابېلو برخو راټول کړي او د درملنې په موخه یې روغتونونو ته ولېږدوي.
وزارت وايي هڅه کوي د روږدو کسانو شمېر راکم کړل شي.
تر دې وړاندې هم په تېر ژمي کې امنیتي ادارو زرګونه روږدي کسان له لارو سړکونو راټول کړي وو او د درملنې ځانګړو کمپونو ته یېې لېږدولي وو، چې د معلوماتو له مخې له دې ډلې ځینې یې تر درملنې وروسته رخصت شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس