معماری
خانه / ګهیځ نیوز / حکومت: د بندرونو د عصري کولو په موخه له بهرنۍ کمپنۍ سره تړون کوو

حکومت: د بندرونو د عصري کولو په موخه له بهرنۍ کمپنۍ سره تړون کوو

حکومت: د بندرونو د عصري کولو په موخه له بهرنۍ کمپنۍ سره تړون کوو
ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۱۶مه او د جون ۶مه نېټه ده) د ا.ا امارت حکومت ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال دفتر وايي، د افغانستان د بندرونو د عصري کولو لپاره له یوې بهرنۍ کمپنۍ سره تړون کوي.
دغه دفتر پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي، چې د حکومت اقتصادي کمېسیون د متحده عربي اماراتو له DP World کمپنۍ سره د افغانستان د بندرونو د عصري کولو او د افغانستان د صادراتو لپاره د اسانتياوو برابرولو په برخه کې د تفاهم پرېکړه وکړه.
په توېټ کې دا هم راغلي، چې اقتصادي کمېسیون په غونډه کې د افغانستان رېل پټلۍ ادارې ته هم اجازه ورکړل شوه چې د حیرتان رېل پټلۍ د خدماتو پروژه نوي قرارداد داوطلبۍ ته وړاندې کړي.
اقتصادي کمېسیون ویلي دي، چې د حیرتان رېل پټلۍ بشپړ مسولیت به د اسلامي امارت له حکومت سره وي خو د خدماتو وړاندې کولو لپاره به له بل شرکت سره قرارداد کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس