معماری
خانه / ګهیځ نیوز / حکمتیار وايي امریکا لا هم په افغانستان کې نظامي جګړه مخ ته وړي

حکمتیار وايي امریکا لا هم په افغانستان کې نظامي جګړه مخ ته وړي

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د زمري/اسد ۱۶مه او د اګسټ ۷مه نېټه ده) د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په کابل کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري وژلو ته په اشاره ویلي چې امریکا لا هم په افغانستان کې فعال نظامي حضور لري او خپلې جګړې ته یې د پای ټکی نه دی ښودی.
نوموړي دا خبرې د تېرې جمعې په ورځ د جمعې لمانځه لپاره په بیان کې کړي دي.
هغه وویل، چې امریکا تر اوسه پورې د القاعده د مشر د وژلو په تړاو هیڅ ثبوت نه دی وړاندې کړی. زیاته یې کړه چې همدا بریدونه د (دوی په تعبیر) د ترهګرۍ زېږنده ده او ترهګرو ډلو د رامنځ ته کولو اسباب دي.
ښاغلي حکمتیار وویل، چې د سپټمبر ۱۱ مې پېښې لامل هم همدا ډول بریدونه و. د نوموړي په وینا، د دوحې تړون هسې یوه دوکه وه، دا د سولې تړون نه و. وايي چې امریکا دې تړون ته هېڅ التزام او درناوی نه لري.
حکمتیار ویلي، د ظواهري وژلو سره نه القاعده له منځه ځي، نه امریکا خپلې موخې ته رسیږي لکه څنګه چې د اسامه په وژلو یې خپلې موخې ترلاسه نه کړې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس