معماری
خانه / ګهیځ نیوز / حکمتیار: غونډه کې د نجونو د ښوونځیو د خلاصون موضوع باید د اجنډا برخه وی او په دې هکله پرېکړه شوی وی

حکمتیار: غونډه کې د نجونو د ښوونځیو د خلاصون موضوع باید د اجنډا برخه وی او په دې هکله پرېکړه شوی وی

ګهیځ نیوز: ‏ نن شنبه (د چنګاښ یا سرطان ۱۱مه او د جولای دوهمه نېټه ده) ګلبدین حکمتیار د نجونو ښوونځیو پر پرانیستو ټینګار کړی.
د حزب اسلامي مشر وايي، که ا.ا امارت د نجونو ښوونځیو ستونزه ژر حل نه کړي، نو ډېرې کورنۍ به د خپلو لوڼو د زده کړو په پار د هېواد پرېښودو ته اړې شي.
حکمتیار د جمعې په خطبه کې په غونډه کې د افغان مېرمنو پر نشتون هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې چارواکي دې د اسلامي شریعت په رڼا کې په دې هکله داسې ځواب ورکړي، چې ویونکي او مخاطب دواړو ته د قناعت وړ وي.
هغه د هېواد انرژۍ تولید ستونزې څرګندونه هم کړې او ویلي یې دي چې لا هم د افغانستان سکاره په ټېټه بیه له هېواده بهر صادریږي.
نوموړي ویلي، د دې پر ځای چې، د افغانستان د ډبرو سکاره په ټیټ قیمت وپلورل شي؛ ښه به دا وي چې هېواد کې ترې د انرژۍ او برښنا په تولید کې ګټه واخستل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس