معماری
خانه / ګهیځ نیوز / حنفي: کابل کې د دیني علماو ستره غونډه سبا (پنجشنبه) ده

حنفي: کابل کې د دیني علماو ستره غونډه سبا (پنجشنبه) ده

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۸مه او د جون میاشتې ۲۹مه نېټه ده) د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وایي، کابل کې د دیني علماو غونډه به سبا پنجشنبه پيل شي.
ښاغلي حنفي وویل:”هغه پروګرام چې موږ په پلان کې لرو، یوه لویه غونډه چې هغه کې علماء، قومي سپینږیري او هغه کسان چې زموږ په افغان ټولنه کې مثبت رول لري له هغوی تشکیل شوې غونډه سبا تر سره کیږي.”
نوموړي زیاته کړه چې دغه غونډې ته له هرې ولسوالۍ څخه دوه ـ دوه تنه دیني علماء او یو قومي مشر او د ښارونو له هرې ناحیې څخه دوه ـ دوه قومي مشران او یو ـ دیني عالم دعوت شوي دي.
د رییس الوزرا مرستیال همدرانګه زیاته کړې چې د دیني علماو غونډه کې د پوهنتون استادانو او ملي سوداګرو ته هم بلنه ورکړل شوې ده.
د هغه په وینا دغه غونډې ته له ۲۵۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ پوري کسان دعوت شوي دي.
د افغان چارواکو په وینا دغه غونډه به درې ورځې دوام ولري.
نوموړي یاده غونډه په افغانستان کې د ملي یووالي او ثبات ټینګېدو لپاره مهمه وبلل.
د ا.ا حکومت تر دامهاله د غونډې اجنډا نه ده روښانه کړې، خو د رییس الوزرا مرستیال وویل چې د غونډې ګډونوال به په خپله تصمیم ونیسي، چې د څه په اړه بحثونه کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس