معماری
خانه / ګهیځ نیوز / حقاني وايي په هر قیمت چې وي د هېواد له بنسټیزو پروژو به ساتنه کوي

حقاني وايي په هر قیمت چې وي د هېواد له بنسټیزو پروژو به ساتنه کوي

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د زمري/اسد ۱۸مه د اګسټ ۹ نېټه ده) د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني وایي، د بنسټيزو پروژو ساتنه او پالنه افغانستان د ځان بسياينې په لور بيايي.

د کورنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خلیفه حقاني دا څرګندونې هلمند ولایت ته د سفر په ترڅ کې له کجکي برېښنا بند څخه د ليدنې پر مهال کړې ده.
خبرپاڼې زیاته کړې، چې سرپرست وزیر د دې لیدنې پرمهال امنيتي مسوولينو ته جدي سپارښتنه وکړه، چې په ټول توان د دې بنسټیزې پروژې ساتنه وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، نوموړي د کجکي بند له تخنيکي مسوولينو او انجنيرانو سره هم وليدل، د هغوى د زیار او هڅو ستاينه يې وکړه او وې وهڅول چې د داسې ټولګټو پروژو په کار کې تر وروستي حده زيار وباسي.
نوموړي په ټينګار سره وويل چې د داسې بنسټيزو پروژو رغول او ساتل د افغانستان ا.ا له لومړيتوبونو څخه دي او باور لري چې پر خپلو پښو درېدلو لپاره ترټولو غوره لار همدا ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس