معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / حقاني محصلینو ته: د بل چا د سیاست لپاره ځان مه ګمارئ

حقاني محصلینو ته: د بل چا د سیاست لپاره ځان مه ګمارئ

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د چنګاښ/سرطان میاشتې ۲۸مه او د جولای ۱۹مه نېټه ده) د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په خوست ولایت کې محصلینو ته ویلي چې له سیاست څخه ځان خبر کړي خو د بل چا د سیاست لپاره ځان و نه ګماري، ځکه پوهنتون د جنګ نه؛ بلکې د علم ډګر دی.
حقاني خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د شیخ زاید پوهنتون محصلینو ته په وینا کې ویلي چې په اخلاص سره د خپل هېواد په ابادۍ او سوکالۍ کې برخه واخلي.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې ده چې بهرنۍ کړۍ شر خوښوي او غواړي د افغانستان تعلیمي او علمي مرکزونه کمزوري کړي، د علمي کادرونو ترمنځ نفاق واچوي، خو په خبره یې ا.ا او افغانان باید پام وکړي او له هر څه وړاندې اسلامي او ملي ارزښتونو ته لومړیتوب ورکړي.
ښاغلی حقاني وایي، د هېواد نوی او راتلونکی نسل باید په ملي او اسلامي روحیه وروزل شي او چاته اجازه ور نه کړل شي، چې تعلیمي مرکزونو ته ورانکاري خلک ننباسي او د هېواد ارزښتمن بنسټونه وګواښي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس