معماری
خانه / ګهیځ نیوز / حامد کرزي یو ځل بیا د نجونو پر مخ د ښوونځیو پر پرانستو ټینګار کړی

حامد کرزي یو ځل بیا د نجونو پر مخ د ښوونځیو پر پرانستو ټینګار کړی

حامد کرزي یو ځل بیا د نجونو پر مخ د ښوونځیو پر پرانستو ټینګار کړی
ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د چنګاښ ۱۵مه او د جولای میاشتې ۶مه نېټه ده) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي، دیني عالمانو ته په افغانستان کې خلک درناوی لري، خو په کابل کې شوې غونډه د ا.ا د کسانو تر منځ خپلمنځي غونډه وه.
هغه دا خبرې له العربیه فارسي سره په مرکه د دیني علماوو غونډې ته په غبرګون کې کړې دي.
هغه زیاته کړې، د لویې جرګې له لارې یو حکومت کولای شي د اساسي قانون د تغییر او رسمیت پېژندنې مسایل مطرح کړي.
پخواني ولسمشر د نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانیستو او کار ته د مېرمنو پر بېرته ستنېدو ټینګار کړی دی.
پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا لخوا د افغانستان د شتمنیو پر کنګل کېدو هم نیوکه وکړه او اشرف غنی یې د جمهوریت د ړنګېدو لامل وباله.
دا په داسې حال کې ده چې پخواني ولسمشر ویلي، چې د ملي پخلاینې عالي شورار له رییس عبدالله عبدالله سره یو ځای د ا.ا له چارواکو سره په اړیکه کې دی او له هغوی سره لیدنې لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس