معماری
خانه / ګهیځ نیوز / جاپان په افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړو

جاپان په افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړو

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د زمري/اسد ۱۰مه او د اګسټ میاشتې لومړۍ نېټه ده) په کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې غواړي په افغانستان کې د جاپان له لوري تمویلېدونکې نیمګړې پروژې بشپړې کړي.
ارګ په دې په دې تړاو په خپله خبرپاڼه کې د اوکادا له قوله ویلي، چمتو دي، چې د سرې میاشتې له لارې په افغانستان کې د طبیعي پېښو له کبله له زیانمنو خلکو سره اړینې مرستې وکړي.
ورته مهال سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د جاپان له مرستو د مننې ترڅنګ د دغو مرستو د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.
د یادونې وړ ده چې جاپان تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د خپلو پروژو د بشپړېدو خبر ورکړی و.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس