معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / تېره میاشت د سپین بولدک له لارې ۷ زرو څخه ډېر کډوال هېواد ته ستانه شوي

تېره میاشت د سپین بولدک له لارې ۷ زرو څخه ډېر کډوال هېواد ته ستانه شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۷  مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، د تېرې مرغومې میاشتې په موده کې د سپین بولدک له لارې ۴۲۱ کډوالې کورنۍ چې ۷ زره او ۵۳۵ تنه کیږي، هېواد ته راستنې شوي.

د خبر پر بنسټ، یاد وزارت زیاتوي، چې دغه شمېر کډوال تر ثبتېدو وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو او خوړو نړیوالو سازمانونو ته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه ورپېژندل شوي دي.

دغه وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په همدې موده کې ۳۰۵ تنه د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه هم خلاص او بېرته خپل هېواد ته راګرځېدلي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس