معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ترکیې ۲۲۷ غیر قانوني افغان کډوال بېرته افغانستان ته راستانه کړي

ترکیې ۲۲۷ غیر قانوني افغان کډوال بېرته افغانستان ته راستانه کړي

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غوايي یا ثور ۵مه او د اپرېل میاشتې ۲۵مه نېټه ده) د ترکي چارواکو په تازه اقدام کې له دغه هېواد څخه تر ۲۰۰ډېر افغان کډوال بیرته افغانستان ته راستانه کړي دي.
د ترکیې «اناتولي» خبري اژانس وایي، دا ۲۲۷ تنه افغان کډوالو په ترکیه کې په غیر قانوني بڼه ژوند کاوه، چې تر څېړنو وروسته بیرته کابل ته را ولېږل شول.
د سرچینې په وینا، دا کسان د ترکیې په مالاتیا ولایت کې نیول شوي او تېره ورځ کابل ته را انتقال شول.
ترکي چارواکو ویلي چې تر اوسه یې ۶۸۱ افغان کډوال چې دغه هېواد ته په غیر قانوني ډول تللي وو، د پولیسو له لوري تر نیول کېدو وروسته بیرته افغانستان ته راوړل شوي دي.
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې ډېری هېوادوال د ایران له لارې نورو بهرنیو هېوادونو ته د تګ هڅه کوي او له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس