معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / ترکیې په بشپړ ډول اسراییلو سره راکړه – ورکړه بنده کړه

ترکیې په بشپړ ډول اسراییلو سره راکړه – ورکړه بنده کړه

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رسنیو د ترکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بلات له قوله ویلي، چې فلسطین کې د اسراییلو له لوري روانو وحشتونو د مخنیوي په موخه ترکیې له اسراییلو سره ټولې سوداګریزې اړیکې وځنډولې.

دغه څرګندونې د هغو غبرګونونو په ځواب کې شوي، چې ویل کېږي د ترکيې او صهیونیست رژیم ترمنځ سوداګریزې اړیکې دوام لري.

ترکیې خپله سوداګریزه راکړه -.ورکړه د صهیونیست رژیم له لوري د بریدونو په بندولو مشروطه کړې.

وړاندې تر دې ځینو ترکي شنونکو په دې ټېنګار درلود، چې انقره کولی شي د هوايي حریم او بندرونو په تړلو سره پر اسراییلو فشار راوړي، څو اسراییل له جګړې او بریدونو لاس واخلي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس