معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ترکي او روسي پانګه وال لېواله دي چې افغانستان کې د انرژۍ پر تولید پانګونه وکړي

ترکي او روسي پانګه وال لېواله دي چې افغانستان کې د انرژۍ پر تولید پانګونه وکړي

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۲۳مه او د جون میاشتې ۱۳مه نېټه ده) د افغانستان ا.ا وایي چې روسي او ترکي پانګه‌ وال د انرژي د تولید برخه کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده.
د ترکیې هیواد د Emin Electricity شرکت استازي د اوبو او انرژي وزارت د انرژي له مرستیال مولوي عارف الله عارف سره په لیدنه کې افغانستان کې د انرژي د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
ترکي شرکت د اوبو او انرژي وزارت څخه یې په دې برخه کې د زمینې برابرولو او مرستې غوښتنه کړې ده.
د اوبو او انرژي وزارت او برېښنا شرکت یادو استازو ته د هر ډول مرستې او زمینې برابرولو ډاډ ورکړی دی.
د روسي او ترکي شرکتونو استازو ویلي چې ډېر ژر به خپل تخنیکي انجینران له مشخصو وړاندیزونو سره افغانستان ته راولېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس