معماری
خانه / ګهیځ نیوز / تاشکند کې د افغانستان په تړاو ناسته رابلل کېږی

تاشکند کې د افغانستان په تړاو ناسته رابلل کېږی

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د چنګاښ یا سرطان ۱۱مه او د جولای دوهمه نېټه ده) د ازبکستان پلازمینه تاشکند کې د افغانستان په تړاو کیدونکې نړیوال ناسته کې به د ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون کوي.
تر دې دوه میاشتې وړاندې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر نوروف ویلي وو، چې دا ناسته به د ۲۰۲۲ زیږدیز کال په جولای میاشت کې جوړه شي، خو کره نیټه او نور جزییات یې نه وو په ډاګه کړي.
اوس د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا غونډه به د جولای په ۲۵ او ۲۶مه ترسره کیږي او پکې به د ۲۰ نړیوالو سازمانونو او هېوادونو استازي ګډون کوي.
سرچینې زیاته کړې، له دې ناستې څخه موخه له افغانستان سره د سیمې او نړیوالې ټولنې د همکاریو زیاتوالی، په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره لاره هوارول دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس