معماری
خانه / ګهیځ نیوز / تاجکستان کې د افغانستان په اړه امنیتي غونډه جوړېږي

تاجکستان کې د افغانستان په اړه امنیتي غونډه جوړېږي

تاجکستان کې د افغانستان په اړه امنیتي غونډه جوړېږي
ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۴مه او د مۍ میاشتې ۲۵مه نېټه ده) رسنۍ راپور ورکوي چې تاجکستان به د دوه ورځو لپاره د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه وي، چې د سیمې د هېوادونو استازي به ګډون په کې کوي.
ټاکل شوې چې دغه غونډه به راتلونکې پنجشنبه پیل شي.
د غونډې د بحث موضوع د افغانستان روان وضعیت، امنیت او پر سیمه یې اغېز ښودل شوی. د معلوماتو له مخې په دې غونډه کې به د تاجکستان په ګډون، د هند، روسیې، چین او ایران استازي ګډون وکړي.
هندي رسنۍ وایي چې په دې کنفرانس کې به د هند ټینګار په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړېدو وي.
تر دې وړاندې هم د سیمې هېوادونو په بېلو کفنرانسونو کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي او ټینګار یې کړی چې دوی دلته د پراخ بنسټه او ټولګډونه حکومت ملاتړي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس