معماری
خانه / ګهیځ نیوز / بینیټ وايي افغان حکومت ور سره د انجونو د منځني ښوونځیو په تړاو د ژر اعلان ژمنه کړې

بینیټ وايي افغان حکومت ور سره د انجونو د منځني ښوونځیو په تړاو د ژر اعلان ژمنه کړې

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د غبرګولي ۸مه او د مۍ میاشتې ۲۹مه نېټه ده) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشر حقونو ځانګړی استازی وایي، د افغانستان د اسلامي امارت مشرانو ور ته ویلي، چې د نجونو منځنيو ښوونځيو په اړه به ژر اعلان وکړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې دغه استازی او راپورټر ریچارډ بینیټ په اووه ورځني سفر افغانستان ته راغلی و.
بینیټ له دغه سفر وروسته په یوه مرکه کې هیله ښودلې چې انجونې به په بشپړ ډول (له لومړي ټولګي تر ۱۲مه) ښوونځي ته د تګ موقع و مومي.
هغه ویلي، که څه هم په کاري ډګر کې د ښځو فعالیتونه محدود شوي خو افغان چارواکي په روغتیايي او تعلیمي سکټور کې پر ښځو بندیزونه نه لګوي.
بینیټ ټينګار کړی چې نړیواله ټولنه دې د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانستو په برخه کې د اسلامي امارت پر مشرانو فشارونو ته دوام ورکړي، څو ډاډه شي چې دوی به په دې اړه خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس