ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غوايي یا ثور ۵مه او د اپرېل میاشتې ۲۵مه نېټه ده) افغان حکومت وایي دا د ټولو ګډ مسوولیت دی چې هېواد ځان بسیاینې ته ورسوي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په خپلو تازه څرګندونو کې پر امنیتي کسانو او د حکومت پر نورو غړو غږ کړی چې د بیت المال ساتنې ته کلکه پاملرنه وکړي.
نوموړي ویلي چې امنیتي کسان دې له بېځایه غوښتنو او لوړو خواهشاتو تېر شي او ټول دې د هېواد د امنیت او ځان بسیاینې په برخه کې هڅه وکړي.
د حکومت دغه لوړپوړي چارواکي پر خپلو کسانو غږ کړی چې د بیت المال له توکو سره دې پوره پام کوي، هر ګام دې په غور او ایماندارۍ اوچتوي او له زړه دې د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره هڅه وکړي.
![](https://www.gaheez.af/wp-content/uploads/2022/04/photo_2022-04-24_21-00-37-660x330.jpg)