معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / بهر ته تللي افغانان دې راشي او خپل هېواد ته دې خدمت وکړي

بهر ته تللي افغانان دې راشي او خپل هېواد ته دې خدمت وکړي

ګهیځ: نن یکشنبه (د کب ۸مه او د فبرورۍ ۲۷مه نېټه ده) د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر مولوي خیرالله خیر خواه له امریکا او کاناډا څخه د مېرمنو په ګډون راغلیو افغانانو سره وکتل.
باختر اژانس راپور ورکړی چې؛ په دې کتنه کې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر وویل چې په هېواد کې امنیت ټینګ دی، د هغه په وینا، هر افغان ته اړینه ده چې د هېواد پر ارزښت پوه شي او د هېواد په آبادۍ کې فعاله ونډه واخلي.
هغه د راغلیو افغانانو پر راتګ خوښي څرګنده کړه او بهر ته له تللیو افغانانو یې وغوښتل چې هېواد ته راشي او له اسلامي امارت سره اوږه په اوږه هېواد ته خدمت وکړي.
ورته مهال له امریکا څخه راغلې مېرمن صوفیه د اسلامي امارت په بریا خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې خپل وطن ته پرته له امتیاز کار کولو ته چمتووالی لري.
مېرمن صوفیې له اسلامي امارت غوښتي چې دوی ته یو دفتر ورکړي څو له دغې لارې له ښځو سره په ګډه پرته له معاش او امتیاز هېواد ته خدمت وکړي.
له کاناډا او امریکا څخه راغلي هارون احمدزی او سید اغا وايي، هیله لري اسلامي امارت داسې یو طرحه جوړه کړي چې له لارې یې دوی وکولای شي په امریکا کې له دوی سره په اړیکه کې افغانانو ته راتګ لپاره زمینه برابره کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس