معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / بلېنکن: په کابل کې د القاعده مشر ته پنا ورکول د دوحې له تړونه سرغړونه ده

بلېنکن: په کابل کې د القاعده مشر ته پنا ورکول د دوحې له تړونه سرغړونه ده

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د زمري/اسد ۱۲مه او د اګسټ میاشتې دوهمه نېټه ده) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي، په کابل کې د القاعده مشر ته پناه ورکول د دوحې له تړونه او له نړۍ سره د ا.ا له هغو تکراري ژمنو ښکاره سرغړونه ده.

د ا.ا ویاند ذبیح‌الله مجاهد تر دې وړاندې په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي و، افغانستان یو خپلواک هېواد دی او دا په دوی (ا.ا) پورې اړه لري‌ چې چا ته افغانستان کې د اوسېدو اجازه ورکوي.

نوموړي هغه مهال ویلي وو، د دوحې تړون کې یوازې دا ژمنه شوې ده چې د افغانستان خاوره به د کوم هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

د امریکا ولسمشر ادعا کړې چې په کابل کې یې د القاعده ډلې پر مشر ایمن الظواهري عملیات کړي او هغه یې وژلی دی.

د ا.ا ویاند ذبیح‌الله مجاهد په کابل کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې برید تایید کړی، خو نوموړي په ‌دې پېښه کې د مرګ ژوبلې او د چا د وژل کېدو په اړه څه نه و ويلی.

ښاغلي مجاهد دا برید غندلی او هغه یې د دوحې د تړون او نړیوالو اصولو خلاف بللی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس