معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بغلان کې د ډبرو سکرو له درکه ۱۷۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي

بغلان کې د ډبرو سکرو له درکه ۱۷۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۹ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې بغلان کې د شمال ډبرو سکرو د تصدۍ مسوولین وايي، چې یادې تصدۍ د روان کال په ۱۱ میاشتو کې څه باندې ۱۷۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د بغلان د شمال ډبرو سکرو د تصدۍ رییس ویلي، دوی په ۱۱ میاشتو کې د تاله او برفک ولسوالۍ کان د ډبرو سکرو د پلور له لارې ۱۷۹ میلیونه ۹۸۵ زره افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلې دي.

هغه زیاته کړې، چې د بغلان د تاله او برفک ولسوالۍ په کچه د ډبرو سکرو ۲۱۰ وګړني کانونه او دوه دولتي صوفونه فعال دي، چې په ورځ کې څه ناڅه ۲۷۰ ټنه سکاره استخراجوي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس