معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / برېښنا شرکت: د پورونو د راټولولو لپاره نوې کړنلاره جوړه شوې

برېښنا شرکت: د پورونو د راټولولو لپاره نوې کړنلاره جوړه شوې

د برېښنا شرکت وایي، د برېښنا له پوروړو د پورونو د راټولولو لپاره یې یوه نوې کړنلاره جوړه کړې ده.

د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله نورزي نن سې شنبه (د لېندۍ ۲مه) رسنیو ته وویل چې کړنلاره یې د اسلامي امارت له رییس الوزرا مولوي محمد حسن اخُند سره هم شریک کړی او د هغه له تایید وروسته به د همدغې کړنلارې پر بنسټ له هغو کسانو سره چلند کېږي چې د برېښنا د بلونو پوروړي دي.

ښاغلی نورزي زیاته کړې، هغو کسانو چې په تېرو ورځو کې خپل پورونه پری کړي، د برېښنا تارونه یې بېرته تړل شوي دي.

نومړي ونه ویل چې برېښنا شرکت تر دې دمه له خپلو پوروړو څومره پورونه راټول کړي دي خو دغه شرکت چارواکي وایي چې پر خلکو یې شاوخوا ۲۴ میلیارده افغانۍ پور دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس