معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / برېښنا شرکت: د نور الجهاد سب‌ سټېشن د پراختیا تړون لاسلیک شوی

برېښنا شرکت: د نور الجهاد سب‌ سټېشن د پراختیا تړون لاسلیک شوی

ګهیځ: نن شنبه (د سلواغې ۹مه) د افغانستان برېښنا شرکت وایي چې د افغانستان او ترکمنستان برېښنا او چلیک ترکي شرکتونو ترمنځ له ۱۱۰ څخه ۲۲۰ ته د نور الجهاد سب ‌سټېشن د پراختیا تړون لاسلیک شوی دی.
د یاد شرکت د معلوماتو له مخې، دغه راز د ټاپ د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږدونکي مزي پروژې په اړه هم هر اړخیزې خبرې اترې شوې دي.
دغه شرکت زیاتوي چې د برېښنا شرکت د رهبري او اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر له لوري ټنیګار شوی دی چې د شبرغان-دشت الوان د ۵۰۰ کیلوولټ مزي غځولو کار باید ژر تر ژره بشپړ شي.
د یادونې ده چې د اوبو انرژۍ سرپرست وزیر مخکې تر دې هم په هېواد کې د پاتې شویو نیمګړو پروژو د بشپړولو خبره کړې وه او زیاته کړې یې وه چې دوی به د هېوادوالو د اسانتیا لپاره هیڅ راز هڅې ونه سپموي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس